ټولنه

داولسي تړون پروژې په باميانو کې عملي کېږي

کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
په باميانو ولايت کې د دوه سوه دوه ويښتو کوچينو پرمختيايي پروژو د جوړولو کار پيل شو.
ددغو پروژو کار دباميانو دوالي  او دنورو سيمه ييزو مقاماتو له خوادورث او پنجاب  په ولسواليو کې دولسي تړون دپروګرام په لومړۍ دوره کې پيل شو .
دباميانو ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس محمدرضا پيمان باخترآژانس ته وويل ؛ چې دڅښاک داوبو دتامينولو، اوبولګولو  اوپه  دوه سوه شلو پرمختيايي شوراګانو کې د سړکونو  د جوړولو د برخې  د ٢٢٢ پروژو د جوړولو کارپرون  د ٢٤٧ ميلونو افغانيو په لګښت پيل شو.
ده زياته کړه چې له دغو پروژو څخه ١٤٦٠٠ کورنۍ ګټه اخلي  اوڅه دپاسه  دوه سوه ديرشو زرو تنو ته دکار زمينه برابريږي.
دياودنې وړ ده  داولسي تړون دپروګرام لومړۍ پړاو  دى  چې دملي پيوستون دپروګرام په پاى ته رسيدوسره په باميانو ولايت کې پيل شوى دى اودڅلورو کلونو لپاره به ٢٨١ کليو ته پرمختيايي پروژې  ګټې اخيستنې ته وسپاري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته