(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

ملا عبدالغني برادر: ترکي پانګه وال دې په افغانستان کې د پانګونې د اسانه شرايطو له فرصت څخه ګټه واخلي

کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د ترکیې د صنعت‌کارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنې موسیاد له رئیس محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.
دغه لیدنه د موسیاد ټولنې د دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه، چې پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره پکې د هغو لویو شرکتونو او بېلابېلو سکټورونو رئیسانو او استازیو هم ګډون کړی و، چې د ساختماني توکو، د برېښنا تولید، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او لوجستیکي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اوږده مخینه او بریالۍ کاري تجربه لري.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي.
د موسیاد ټولنې مشر محمود اسمالي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او زیاته یې کړه، چې له دې فرصت څخه د ګټې اخيستنې په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا