خبرونهاقتصادTOP

ملا عبدالغني برادر: حکومت د بزګرانو د ستونزو حل کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کې به هڅې لا ګړندۍ کړي

کابل، د تلې۲۷مه، باختر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو  د اووه ویشتم خزاني نندارتون په پرانیست‌ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان تر اویا سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دي او د ډېریو ورځنی ژوند پر کرنیز اقتصاد پورې تړلی دی او د همدې سیمو د زیارکښو بزګرانو په هڅو سره د افغانستان د ښارونو خام ارتزاقي توکي مواد برابرېږي چې دا کار زموږ ښاري ژوند ته خورا لوی اهمیت لري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د افغانستان د کرنې د ميکانیزه کولو په موخه د دولت هڅې روانې دي او له ملی سوداګرو څخه يې هم غوښتنه وکړه، چې بزګرانو ته د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه واخلي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په موخه باید په بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.

هغه له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې له طبیعي آفتونو او ناروغیو څخه د بڼونو او کروندو د ژغورنې په موخه دې د کرنیزو درملو په تولید تمرکز وکړي او لږ تر لږه هېواد ته مناسب کرنیز درمل وارد کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د نړۍ له احتیاج څخه د افغانستان د خلاصون او ځان بسیاینې په موخه باید ګړندۍ هڅې وشي او له ټولو چارواکو څخه يې غوښتنه وکړه، چې خپلو مسوولیتونو ته متوجه او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

هېره دې نه وي، چې ملا عبدالغني برادر بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د بزګرانو ترڅنګ ولاړ دی او د کلک ملاتړ ترڅنګ به د دوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه  کوټلي ګامونه واخلي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا