
کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له رئیس نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دغه کتنه کې افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته آسانتیاوې برابرې کړي او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
همدارنګه د یادې لیدنې پر مهال د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د افغان حکومت له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو آسانتیاوو په اړه پوره مالومات هم شریک شول.
په غونډه کې د ګډونکوونکو کمپنیو استازو، چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري، په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا وښوده او څرګنده یې کړه چې له شته فرصتونو به د دواړو هېوادونو په ګټه کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ یو غیر دولتي ترکي سازمان دی چې په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې رامنځته شوی او د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو کې په مختلفو برخو کې د پانګونې بريالۍ تجربه لري.