
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي چارواکي په مشرۍ د لوګر له میس عینک کان څخه لیدنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پلاوي چې مشري یې ملا عبدالغني برادر اخوند کوله د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو وزیرانو، د چارو ادارې رییس او یو شمېر امنیتي مسوولینو هم ګډون درلود.
ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله او له چین هېواد څخه یې غوښتنه وکړه، چې د یاد کان عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي.
برادر اخوند په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسوولینو سره تر کتنې وروسته، د دغه کان لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
لمر