امنیت

په بغلان ولايت کې له دولتي ځواکونو سره دوسله والو طالبانو نښته .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دپلخمري ښار ته  څيرمه دامنيتي قرارګاه دجوړولو دکار دپيلولو په بهير کې دامنيتي ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ جګړه له تيرې شپې څخه تراوسه پورې دوام لري .
دپلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد فضل انوري دباختراژانس خبريال ته وويل :په حسين خيلو کلي کې دنوې قرارګاه دجوړولو دمخنيوي لپاره دوسله والو مخالفينو له مقاومت سره امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي په سيمه کې دغه قرارګاه  جوړه  شي تر څو دپلخمري -بغلان په لويو لارو کې دوسله والو طالبانو دتحرکاتو خنډ شي
ده دحسين خيلو دکلي دستراتيژيک موقعيت په تاييدولو سره چې دپلخمري -بغلان دلوى لارې دامنيت په تامينولو کې اهميت لري  دقرارګاه جوړولو اغيزمن وباله .
ده زياته کړه :ددغو نښتو په بهير کې تراوسه پورې  يو ډار اچوونکى وژل شوى او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ديادونې وړ ه چې دبغلان ولايت دوالي ، امنيه قوماندان دملي امنيت  درييس له بدلولو وروسته په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو په ځپلو کې جدي اقدامات پيل شوي دي .
يوې اوونۍ مخکې هم يوه امنيتي قرارګاه د ډنډ شهاب الدين دخوږياڼيو په کلي کې جوړه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته