امنیت

په کابل ښار کې دداعش دتروريستي ډلې داتو تنو غړو نيول کيدل

کابل باختر دسلواغې يو ويشتمه :
دملي امنيت لوى رياست   دخاصو قطعاتو  ځواکونو دجلا جلا عملياتو  په ترسره کولو سره  دداعش دتروريستي ډلې  اته تنه غړي  چې په ورانکارو فعاليتونو  او دتروريستي بريدونو  په پلان جوړولو بوخت و ،   ونيول .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر ويلي دي  چې په نيول شويو کسانو کې  انجنير جاويد ،  عزيز الله ،  بلال ، صديق الله ، قدرت الله ، ډاکتراکرام الله ،  محب الله او ولي احمد شامل دي  او اعتراف يې کړې دى  چې څه موده مخکې دداعش په تروريستي ډله کې جذب شوي و .
دغو کسانو دغه راز  دجوماتونو او مدرسو دجوړولو لپاره  دداعش  تروريستي ډلې ته دپيسو  په راټولولو کې رول درلود  او دغه راز دغو کسانو دننګرهار ولايت ته  ددغې ډلې  دافرادو  په ليږدونه  ، دماينونو په ځاى پرځاى کولو دافرادو په ترور او  نظر وړ هدفونو ته  دچاوديدونکو توکو  په ليږدونه کې دداعش له ډلې سره  په همکارى کې  ستر رول درلود .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته