ټولنه

د سالنګ لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د سالنګ لويه لاره بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
دغه لويه لاره له تند باد او توپان سره جوخت د واورې د سختو اورښتونو په دليل  تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال رجب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې همدا اوس په سالنګونوکې د ليږدونکو وسايطو د تګ راتګ بهير له سره پيل شوى دى .
جنرال رجب د وسايلو له چلوونکو څخه وغوښتل چې د سالنګ په لويه لاره کې د تګ راتګ په وخت کې ترافيکي قوانين په پام کې ونيسي او خپل ليږدونکي وسايط د ځنځير په ګدون په ژمنيو وسايلو سمبال کړي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: همدا اوس په سالنګونوکې تر اته څلويښتو سانتي مترو پورې واروه پرته ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته