سیاست

جمهور رئیس غني د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته: د سولې موافقه ليک به ژر نهایي شي

-کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د تشريفاتو ګارد له معاينې وروسته، د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه لوی اختر لمونځ اداکړ او د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د مرستیالانو او د هېواد د ملکي او نظامي لوړ پوړو مقاماتو په ګډون یې له ټولو لمونځ کوونکو سره روغبړ او د اختر مبارکي وکړه.
جمهور رئیس غني د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د خبرو پرمهال د افغانستان عظیم ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندان زړور زاهد روح ته یې چې پرون شهید شو، دعا وکړه.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان ارزوګانې نه دي هېرې شوې او د افغانستان د جمهور رئیس په توګه هغه پوره کوي.
جمهور رئیس غني د سولې په هکله وویل، سوله د افغانستان د ملت غوښتنه ده او د افغانستان ملت د سولې د تامین لپاره سراسري اجماع لري.
جمهور رئیس غني د سولې له عالي شورا او حزب اسلامي پلاوي څخه په مننې وویل، د سولې موافقه ليک به ژر نهایي شي. هغه زیاته کړه، هیله ده ژر د سولې د فضا د ایجاد او د جنګ د پایته رسېدو شاهدان واوسو او دا مسایل باید په محدوده موده کې حل شي.
محمد اشرف غني وویل، خدای تعالی سوله غوره بللې، په دې اساس د جمهور رئیس په توګه زما لومړۍ دنده د الهي ارشاداتو اطاعت او د هېواد د اساسي قانون تطبیق دی.
جمهور رئیس پر دې په ټینګار چې له دلیل پرته هیڅ ډول مانع د سولې مقابل کې نه مني، د هېواد له ټولو سیاسي او ملي شخصیتونو څخه وغوښتل چې د سولې مسله جدي ونیسي.
جمهور رئیس زیاته کړه: که د سولې په مقابل کې مانع ایجاد شي، نو د جمهور رئیس په توګه زما دنده ده چې له ټول ملت سره یې شریکه کړم او له هغوی څخه به وغواړم چې د سولې د ټینګښت لپاره په واحد صف کې ودرېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، زموږ موخه د افغانستان د اساسي قانون مطابق باثباته او متحد افغانستان دی چې د هېواد ټول قومونه او خلک خپل ځانونه په اتحاد او اتفاق کې وګوري.
محمد اشرف غني پروفیسور استاد عبدرب الرسول سیاف ته چې دا مهال د هند په یو روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې دی د روغتیا هیله وکړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې د نوموړي عملیات په ښه توګه تېر شوی دی.
جمهور رئیس وویل، زموږ لاره برحقه ده او د راتلونکو نسلونو برخلیک ټاکي، دا لاره چې د میلیونونو افغانانو لاره ده په تعهد، حوصله او قاطع عزم ادامه ورکوو.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې له ټولو څخه وغوښتل چې د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او د هغوی پالنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته