
کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د قومونو د یوالي او همغږۍ په موخه د قومي مخورو او ديني عالمانو په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي په دغه غونډه کې د کونړ د قومي مشرانو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل ژمنه يې ورسره وکړه.
سرپرست وزیر همدارنګه وویل، چې ټول افغانان باید له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه د هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو ته د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه سفرونه کړي وو.
افغانمل