خبرونهسیاستTOP

ملا نورالله نوري: افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او ټولو په ګډه د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي

 کابل، د مرغومې۲۷مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د افغانستان د بېلابېلو قومونو له يو شمېر استازو سره د دغه وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد او الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم شتون درلود.

په دغه کتنه کې زهیر زرمتي، لعل آغا کاکړ او امیرمحمد ایماق د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د قومونو د انسجام په برخه کې د دغه وزارت د هڅو د ستاینې ترڅنګ يې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په دغه کتنه کې وویل، چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او ټول افغانان له اشغال څخه د هېواد په آزادۍ کې شریک دي او په دې لاره کې يې ګډې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي همدارنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ولسي وزارت یاد کړ او زياته يې کړه، چې دغه وزارت د خلکو او نظام ترمنځ د اړیکو د پل حیثیت لري او مشرتابه یې د خلکو د ستونزو په هوارولو کې همکاري خپل مسؤلیت او دنده بولي.       نوموړي ډاډ ورکړ چې له امکاناتو سره سم به د هيواد د ټولو قومونو د ستونزو حل ته پاملرنه کوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا