امنیت

په جوزجان کې په يو ماشوم دتيري او دهغه دوژنې په تور د دريو تنو نيول کيدل

کابل باختر د ليندي شپاړسمه
  دجوزجان  پوليسو په يو اته کلن  ماشوم دتيري او دهغه دوژنې په تور درې تنه ونيول .
دغه کسان په يوه کنډواله کې ددغه ماشوم دمړي له ترلاسه کيدو څخه تيک يوه ورځ وروسته نيول شوي دي .
  دعدلي طب څيړنې ښيئ  چې په دغه ماشوم لومړي څو ځلي جنسي تيرۍ شوى دى او وروسته وژل شوى دى .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالعزيز  غيرت باختر اژانس ته وويل چې دغه درې تنه ددغه ماشوم دکورني په غوښتنه نيول شوي دي .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان په دغه اته کلن ماشوم  دتيري خبر نه رد او نه هم تاييد کړ، خو ويې ويل چې په دې اړوند څيړنې دوام لري خودجوزجان دمرکزي روغتون مسوول ډاکتر ميرويس اميني وايي ددوى څيړنې ښيئ  چې په دغه ماشوم څو ځلي جنسي تيرۍ شوى دى .
په همدې حال کې ددغه ماشوم کورنۍ له دولت څخه غواړي چې په دغه ماشوم دتيري او دهغه دوژنې عاملين اعدام کړي .
دروانې مياشتې په بهير کې تخار ، هرات او پروان په ماشومانو دتيري ډګر دى .
  په افغانستان کې په ماشومانو دتيري دکچې زياتوالي خلکو ، دمدني ټولنې مرکزونو او دبشر دحقوقو مدافعو مرکزونو ته انديښنې پيداکړي دي .
دخپرو شويو شميرنو له مخې،  دروان هجري لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې په ماشومانو دتيري څه ناڅه سل موارد ثبت شو ي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته