
کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په هلمند کې د قومونو د يووالي او همغږۍ په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت دا پالیسي ده، څو د سرحدونو د خوندي ساتلو ترڅنګ، د ولسونو ترمنځ يووالی او ورورولي رامنځته کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري، د دې وزارت معین ملاعبدالخالق عابد، د هلمند والي او په کندهار کې د عمري قطعې قومندان، طالب مولوي، د هلمند د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس حماد مولوي او ګڼ شمېر دیني عالمانو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وويل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د هر ډول فساد، ظلم او بې عدالتۍ مخه نیول شوې او هم قومي شخړې حل شوې دي.
نوري زیاته کړه، چې د اسلامي امارت دا پالیسې ده، څو د سرحدونو د خوندي ساتلو ترڅنګ، د ولسونو ترمنځ يووالی او ورورولي رامنځته او هغه پخوانۍ ستونزې حل کړي، چي په تېرو شلو کلونو کي پاتې وې.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې وزارت ۱۷ لویې قومي شخړې حل کړې دي.
ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین ملا عبدالخالق عابد ولسونه یووالي او د نظام ساتنې په برخه کې همکارۍ ته را وبلل او ويي ویل، چې د نظام بقاء په اتحاد او همغږۍ کې ده.
ورپسې دیني عالمانو او مشرانو خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا نظام د افغانانو په لاس جوړ شوی نظام دی، چمتو یو، چې د خپلو سرونو په بدل یې ساتنه او پالنه وکړو.
لمر