امنیت

داعش يو امنيتي مزاحم نه بلکې يوه مخنيوونکې قوه ده.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په افغانستان کې يو امريکايي جنرال وايي چې داعش په منسجم ډول په افغانستان کې فعاليت لري خو دومره چې په عراق او سوريه کې فعال دي ، په افغانستان کې ځواکمني نه لري.
په افغانستان کې دناتو دځواکونو مرستيال جنرال ديلسون شافتر دامريکا د دفاع په وزارت کې له خبريالانو سره په ويديويي خبرو کې وويل چې د داعش تروريستي ډله په دې نه ده بريالي شوي چې په افغانستان کې منسجم فعاليت ولري خو کولاى شي چې په دغه هيواد کې په جدي ګواښ بدل شي او دغه ډله به يو امنيتي مزاحم وي نه يوه مخنيوونکې قوه.
په افغانستان کې دناتو دځواکونو مرستيال څرګنده کړه چې همدا اوس داعش له طالبانو سره په جګړه کې لتاړ دى خو په دغو جګړو کې ملکي وګړي زيانمن شوي دي او داکار په دغه هيواد کې دبې ثباتۍ سبب هم شوى دى او په افغانستان کې داعش شتون له انديښنو ډک دى . دناتو سازمان په دغه هيواد کې د داعش د ډلې فعاليت څاري.
تروريستي ډله دافغانستان لپاره بد ګواښ دى خو ددغه هيواد لپاره ستر خطر نه دى .
دمثال په ډول د طالبانو ځينو غړو د داعش د ډلې ملاتړ کړى دى او په داسې حال کې چې د طالبانو ډله له داعش سره په جګړه کې ده دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې داعش په اوس وخت کې په افغانستان کې په طالبانو زيات بريدونه کوي.
دافغانستان سياستوالو په باور په افغانستان کې ددغې ډلې ستراتيژي د طالبانو ځپل او د داعش په لور ددغې ډلې دافرادو جذبول دي .
دملا عمر وژنې او نوي مشر دټاکنې پرسر ددغې ډلې دمشرانو ترمنځ داختلافونو سختوالي درزونه پيدا کړي دي چې کيداى شي د داعش لپاره يو فرصت وي چې ځان زيات طرحه کړي او له طالبانو څخه ځواکونه استخدام کړي.
د طالبانو په وړاندې د داعش لوړتيا غوښتنه دومره جدي ده چې دغه دوه ډلې چې په نسبي ډول له يوبل سره نږدې هدفونه او پروګرامونه لري او دواړو قهرجن فعاليت خپل کړى دى په وروستيو ورځو کې يې په وسله والو نښتو لاس پورې کړى دى چې او دواړو لوروته د سرزيانونه اوښتې دي.
دطالبانو په وړاندې د داعش ډير بد او ناوړه عمل د بم دچولو په واسطه دوسله والو طالبانو د ډلې دلسو تنو وژل دي چې ويډيو يې په دې وروستيو وختو کې د طالبانو له خوا خپره شوې ده سره له دې چې ادعا شوې ده چې دغه پيښه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده خو دهغو کسانو دجامو طرحه او دځمکې بڼه چې د داعشيانو له خوا وژل شوي دي، ښي چې دغه پيښه به په قبايلي سيمو کې رامنځته شوي وي دويډيو له خپريدو وروسته افغان او پاکستاني طالبانو ګواښ وکړ چې له داعش څخه غچ اخلي.
ددغه شان پيښو په پام کې نيولو سره افغان سياسي کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش فعاليت به له ستونزو او خنډونو سره مخامخ وي.
په لومړي ګام کې په عام خلک، په عراق او سوريه کې داعشيانو دکړنو په پام کې نيولو سره ددغې ډلې دنفوذ مخه ونيسي.
دغه راز طالبان هم داعش خپل بديل فکر کوي او نه پريږدي  چې داعش پروژه د طالبانو پروژې ځاى ونيسي.
له بله پلوه په نړيوال کچه د داعش په نسبت ورځ په ورځ زياتيدونکې ويرې ددغې ډلې پرخلاف دنړيوال پيوستون لپاره زمينه بربراه کړې ده چې دهغوى دفعاليت مخه به ونيول شي خو کارپوهان خبردارى ورکوي چې داعش په يوه ستره سياسي او استخباراتي لوبه کې يوه ستره پروژه ده چې دنړۍ ستر او بډاى هيوادونه په جوړولو کې يې رول لري او دغه هيوادونه زياتې هلې ځلې کوي چې په ځمکه ونه لګيږي که چيرې پرمختګ ونه لري څه ناڅه کولاى شي يو ګواښ وي نو د داعش خطر به دکلونو کلونو لپاره په سيمه او نړۍ کې وساتل شي خو دا چې ستر نړيوال قدرتونه په خپلو ماجرا غوښتنو او واکمنۍ غوښتنې کې ناکام پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته