سیاستخبرونهټولنه

ملا نورالله نوري: د اسلامي امارت د واحد دریځ  له کبله افغانستان له حتمي تجزيې څخه وژغول شو

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي تخار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت د قومونو تر منځ د همغږۍ په نوم ستره ولسي غونډه تر سره کړه.

په دې غونډه کې چې د یاد ولایت د مرکز په شمول له ټولو ولسواليو څخه راغلو سلګونه قومي مخورو او علماء کرامو پکې ګډون کړی و د يووالي، اتحاد او اسلامي نظام څخه د ملاتړ اړوند ويناوې تر سره شوې.

د ځايي اوسيدونکو په استازیتوب مخدوم حيات الله او مولوي سبحان الله فرقاني غونډې ته په وينا کې د اسلامي امارت نظام د افغانانو نظام وباله، سوله او اسلامي شرعي نظام يې د تېر ۴۴ کاله مبارزې او جهاد ثمره ياده کړه او زياته يې کړه چي پر افغانانو د دې ستر نعمت د شکر اداينه واجب ده.

د تخار ولسونو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د تخار سرحدي ولسواليو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د آمو سيند د تخريباتو د مخنيوي لپاره دې جدي هلې ځلې وکړي.

غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي وويل چې امريکايانو او بهرنيو استخباراتو شل کاله زموږ د واحد ملت د بيلولو او وېشلو هڅې وکړې، خو د اسلامي امارت بريا د دښمن ټول شوم پلانونه شنډ کړل او موږ يو ځل بيا د يوه متحد ملت په توګه د امن ژوند پيل کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غونډې ته په وینا کې وویل چې د سرحدونو څار او ساتنه يې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، او په وینا يې د شل کلنې مبارزې یوه ستره موخه د هېواد د ارضي تمامیت څخه دفاع او د خپلواکۍ ترلاسه کول وو.

هغه زیاته کړه چې د خپلو سرونو په بیه به د هېواد هرې لوېشتې خاورې دفاع او ساتلو ته چمتو دي.

سرپرست وزیر د افغانستان داخلي جنګونو ته په اشارې سره وويل: موږ وليدل چي زموږ ملت د ملي وحدت ، اتحاد اسلامي او په داسي نورو  نومونو د وحدت پر ځای پخپلو کې ويشلي وو خو دا چي د اسلامي امارت يو صف، يو دريځ يو امير او يوه تګلاره وه چې افغانستان ته يې يو ځل بيا له حتمي تجزيې او د قدرت له جزيرو څخه نجات ورکړ.

هېره دې نه وی چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر تر دې وړاندې بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د واخان له غرنۍ او سرحدې ولسوالۍ څخه هم لېدنه کړې وه.

ع.ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا