(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)

ملا نورالله نوري: د افغانستان د ولسونو د جهاد یوازینی هدف دا و چې په هېواد کې فتنه پای ته ورسېږي

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري کندز کې د « قومونو سره د همغږۍ» تر نامه لاندې جوړې شوې کې وویل، چې د افغانستان د ولسونو د جهاد یوازینی هدف دا و چې په هېواد کې فتنه پای ته ورسېږي چې الحمدالله نن په هېواد کې دغه شومه پدیده له منځه تللې او سوچه اسلامي نظام رامنځته شوی دی.

په دې غونډه کې د یاد وزرات پلاوي ترڅنګ د کندز والي ملا نثار احمد نصرت، د اطلاعاتو او کلتور رییس الحاج مطیع‌الله روحاني، د دولتي ادارو مسوولینو، ديني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو، متنفذینو، سپین‌ږیرو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.

پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل، چې کندز ولايت ته زموږ د راتګ موخه د دغه ولایت له خلکو او بېلابېلو قومونو سره مخامخ خبرې اترې کول دي.

نوري زیاته کړه، چې د کندز ولایت ټول مجاهد ولس ده او له مجاهدینو سره په ګډه ستر طاقت ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.

نوموړي وویل، چې د کندز ولايت د مجاهدینو له مجاهدت او شهامت څخه نړئ مننه کوم چې اوس هم د روسانو هغه زاړه ټانګونه دې ولایت او شمالي ولایتونو په مختلفو سیمو کې پاتې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست  وویل، چې د کندز هر ځوان مجاهد په هره برخه کې تل هڅه کړې او په‌ دې سره یې هېواد ته وياړونه راوړي دي.

هغه د وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې هم وویل، چې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت تر اوسه پورې ۱۳۰ غټې شخړې او نږدې ۳۰۰ وړې شخړې حل او فصل کړې دي.

 د دغه ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان‌الله مېملنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان اسلامي امارت په رهبرۍ کې داسې مشران لرو چې د خپل ګران ولس د زړه خبرې له نږدې او مخامخ اوري.

مولوي احسان الله زیاته کړه چې اوس الحمدالله د هغې ورځو وخت رارسېدلی چې پر مسوول د زړه له تله ولس ته په صادقانه او مخلصانه ډول ولس او خاورې ته خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې په هره برخه کې د پام وړ خدمت کړی او اوس یې هم په‌ دې برخه کې شپه او ورځ خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

دغه‌ راز مولوي عبدالخالق ابراهيم د ولایت مقام مالي او اداري آمر د ولایت په استازيتوب وویل، چې افغانان له مبارزو مجاهدینو سره یو ځای شول چې په نتیجه کې ستر اشغالګر سره له متحدینو یې له افغانستانه څخه وویستل.

په دې غونډه کې د ولایت د قومي مخورو په استازيتوب غلام حیرت فاریابي وویل، چې اوسنی نظام تراوسه پورې ښه پر مخ تللی چې ښه بېلګه یې د قوشتپې لوی کانال د پروژې چارو پیلېدل او دې ته نورې سترې پروژې په هېواد کې تر کار لاندې دي چې موږ ترې د زړه له کومې مننه کوو.

دغه‌راز د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین ملا عبدالخالق عابد غونډې ته د وینا ترڅنګ د کندز ولس له مجاهدینو سره د نه‌ ستړې کېدونکو همکاریو څخه ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت هر مسوول مکلف دی چې د افغانستان هر وګړي ته خدمت وکړي او په‌ دغه نظام کې د بل هېڅ هېواد کس نشته بلکې ټول ستاسې بچي دي او شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له خپل مل پلاوي سره په‌ داسې حال کې کندز ولايت ته سفر کوي چې له دې مخکې ملا نورالله نوري جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب او سمنګان ولایتونو ته په سفر تللی و او د دغه ولایتونو له خلکو، قومي مخورو، او مسوولینو سره ناستې کړې وه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا