
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملانور الله نوري د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ د علي زيو قوم له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه کتنه کې یادو قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او له نوموړي څخه له دې کبله مننه وکړه، چې د ولسونو ستونزو ته رسېدنه کوي.
دوی همدارنګه د خلکو او حکومت تر منځ په اړیکو او همغږۍ ټینګار وکړ.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزرات سرپرست ملانور الله نوري په دغه کتنه کې وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د سرحدي سیمو خلګو له مجاهدینو سره ډېرې ستونزې وګاللې اوهمکاري یې ورسره وکړه.
ښاغلي نوري له یادو مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه به هلې ځلې وکړي او له اړوندو ارګانونو سره به يې شریکې کړي.
افغانمل