ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دمرغومي يوولسمه
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا !
د ماسترۍ او ډاکترۍ په برخوکې د پوهنتون د استادانو، د دولتي ادارو د کارکوونکو، ښځو او نجونو په ګډون د هندوستان د تحصيلي بورسونو ټولو نوماندانو ته خبر ورکول کيږي چې د تضمين خط، تعهد نامې، روغتيايي فورمې او د هند د تحصيلي بورس د غوښتنې د فورمې په ګډون ټول لازم اسناد بشپړ کړي. د غوښتن ليک فورمې د https://a2ascholarships.iccr.gov.in په ويب سايټ کې بشپړې کړي او و يې ليږي او يوه کاپي يې د نورو سندونو ترڅنګ د روان کال د مرغومي په مياشت کې تر ۱۵مې نېټې د شنبې تر ورځې پورې له ليسانس څخه د پورته بورسونو د تنظيم آمريت او د بهرنيو اړيکو رياست ته وسپاري او د روان کال د مرغومي د مياشتې په ۱۵مه نېټه د شنبې په ورځ دې د انګليسي ژبې په آزموينه کې د ګډون د کارت د ترلاسه کولو په خاطر د سهار له اته نيمو بجو څخه د مازيګر تر څلورو بجو پورې د کابل پولي تخنيک پوهنتون ته ورشي.
  دغه راز په آزموينه کې د ګډون په مقصد د مرغومي د مياشتې په ۱۶مه نېټه د يکشنبې په ورځ کابل پوهنتون ته ورشي.
  ديادونې وړ ده چې د مرغومي د مياشتې له ۱۵مې نېټې د شنبې له ورځې وروسته به هيڅ راز سند وا نه اخيستل شي .
د کارت د ترلاسه کولو او د آزموينې د تېرولو په مقصد د نه مراجعې په صورت کې مسووليت د نوماند په غاړه دى.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته