ټولنه

په تخارکې د شل جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

کابل / د غبرګولي ۵ / باختر
د اوبولګولو د یوکانال په جوړولوسره په تخارکې د ۲۰ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
په تالقانوښارکې د محمد حسین کانال د آسیايي پرمختیايي بانک او د اروپا د اتحادیې په مرسته د ۴۵۰ زرو افغانیوپه لګښت جوړ شو.
دغه کانال د یو زرو سل مترو په اوږدوالي د نهرچمن د سترکانال اوبه د تالقانو ښارکرنیزې ځمکې خړوبوي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې له دغه کانال څخه په ګټې اخیستنې سره ۲۱ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شوې.
بزګرانو د دغه کانال له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې د اوبو په لرلوسره د هغوی کرکیلې سمون مومي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته