امنیت

دولس طالبان په روزګان کې ونيول شول

کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون په روزګان کې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو په عملياتوکې ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتوځواکونو د روزګان په مرکز پورې اړوند په ينجي کلي کې د تروريستانو پر پټنځي هدفمند عمليات ترلاسه کړل چې په پايله کې يې ٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نوريې ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
يوې ډلې وسله والو طالبان تېره شپه د کندز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر څو پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت څخه مخ شول او په پايله کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نوريې ټپيان شول.
په جګړه کې د پوليسو يو سرتېرى شهيد او يو بل سرتېري ټپى شو.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته