(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ملت ته د حساب ورکولو لړۍ پر حکومت د ملت باور لوړوي

تبصره، د زمري ۹مه، کابل

په دې وروستیو کې لیدل کېږي، چې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو چارواکي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رسنیو پر وړاندې حاضرېږي او د اړوندې ادارې د تېر یوه کال کړنو او خدماتو په اړه راپور ورکوي.

دغه مسولین په ډېر ډاډه زړه او جرئت سره د رسنیو استازو ته د هغوی د پوښتنو ځوابونه وایي او له ځنډ پرته معلومات ورکوي.

ملت ته د خپلو کړنو او خدماتو وړاندې کولو په اړه په ډاډ او جرئت سره د اسلامي امارت د چارواکو له معلوماتو ورکولو څخه ښکاري، چې دغه چارواکي خدای، هېواد، ملت او عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله ته ژمن دي.

په داسې حال کې، چې اوس مهال له مالي اړخه د بېلابېلو پروژو د پلې کولو په برخه کې د افغان حکومت تکیه په داخلي بودجې ده او په دغې برخه کې بهرنۍ او نړیوالې مرستې بېخي په نشت حساب دي، په تېرو دوه کلونو کې افغان حکومت د یوې منظمې کړنلارې له مخې چې د مالیاتو او عوایدو منظم راټولول یې یوه برخه ده، توانېدلی چې له یادې بودجې څخه د سلګونه زرو دولتي مامورینو د معاشاتو د اجرا کېدو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې زرګونه لویې او وړې پروژې پلې کړي، چې دغه کار یې په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی.

ملت ته د حکومتي ادارو له لوري حساب ورکونه بېلابېلې ګټې لري، چې یو څوو ته یې دلته په لنډ ډول اشاره کوو.

لومړی: د اسلامي امارت د چارواکو له لوري ملت ته د خپلو کړنو او خدماتو په اړه د حساب ورکول د ملت او حکومت ترمنځ واټن له منځه وړي او په دې سره د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېږي.

دویم: ملت او خلکو ته د حساب ورکول په دولتي اداراو کې د فساد په مخنیوي کې رغنده رول لوبولی شي.

درېیم: ملت ته د لوړپوړو چارواکو له لوري د حساب ورکول دولتي ادارې او مسوولین خپل کار ته لا ډېر متوجه کوي.

باید وویل شي، چې د اسلامي امارت له لوري ملت ته د حساب ورکولو روانه لړۍ، چې تېر کال هم ترسره شوې وه، د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ ده.

د شنوونکو په باور ولس ته د حکومتي کړنو په اړه د راپور ورکول په یو هېواد کې د اداري فساد کچې په ټیټولو کې رغنده رول لري، هغه څه چې په افغانستان کې یې څرک له ورایه ښکاري.

ډېرو نړیوالو رسنیو او بنسټونو په تېرو دوو کلونو کې په خپلو راپورونو کې ویلي، چې افغانستان کې اداري فساد د پام وړ کم شوی دی.

اسلامي امارت هم په وار وار ویلي، چې د خپل هېواد افغانستان ابادۍ ته ژمن دي او دغه راز د فساد له منځه وړل یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

صافی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا