امنیت

پوليسو يو غل له غلا کړي شوي موټر سره ونيوه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
دکندز پوليسو نن يوغل لاس په لاس ونيوه.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل
: دغه سړى چې څه موده مخکې يو شخصي کرولا موټر دکندز ښار له دريمې ناحيې څخه غلا کړې و دکندز – بغلان په لويه لاره کې له موټر سره ونيول شو .
حسيني زياته کړه غل غوښتل غلا کړې شوى موټر کابل ته وليږدوى.
ويل کيږي موټر خاوندته يې سپارل شوي دي او غل دپوليسو له خوا نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته