ښوونه او روزنه

په کابل پوهنتون کې دکتاب نندارتون جوړشو

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
په کابل پوهنتون کې دکتاب دنندارتون جوړول دمحصلانو له تاوده هرکلى سره مخامخ شول او تراوسه پورې چې ددغه نندارتون له جوړه لو څخه اته ورځې تيرې شوى دي، يو زيات شمير دغه کتابونه په نندارتون کې پلورل شوي دي. 
دباختر آژانس دخبر له مخې، دغه نندارتون دشهيد د اوونۍ په درناوى دسرور سعادت دنړيوالې خپرونو له خوا د روان کال دوږي د مياشتې په شلمه نيټه په کابل پوهنتون کې پرانيستل شو چې څه ناڅه سل زره توک کتابونه چې اته زره عنوانه کيږي دمينه والو نندارې ته وړاندې شوي دي.
دسرورسعادت دنړيوالو خپرونو مسوول غلام سرور سعادت دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نندارتون چې دشهيد د اوونۍ په درناوى په کابل پوهنتون کې جوړشو، څه ناڅه اته زره عنوانه کتابونه او څه دپاڅه سل زره توکه به د حقوقو ،سياسي علومو ،فلسفې ساينسي، روانپوهنې ،اقتصاد،هنر ادبياتو، تاريخ،  جغرافيې ،ديني کتابونه ،اداره او منجمنټ په بيلابيلو برخو په سلوکې ديرش تخفيف سره، دکابل پوهنتون دمحصلانو او استادانو دپيرودنې لپاره ايښودل شوي دي چې تراوسه پورې ددغه نندارتون په سلوکې شپيته کتابونه پلورل شوي دي .
دساينس دپوهنځى دلومړۍ کال محصلې مرسل چې له خپلو نورو دوستانو سره دکتاب د پيرودنې لپاره ورغلې وه وويل: ومې کړى شول چې دخپل اړتيا وړ کتابونه په مناسبه بيه له نندارتون څخه ترلاسه کړم.
ددغې محصلې دڅرګندونو له مخې ددغه شان نندارتونونو جوړول کړى شي موږ ته د درسي مرستندويو موادو دترلاسه کولو لپاره ښه لاره وي، خوله بد مرغه دغه شان نندارتونونه ډير کم جوړيږي.
په دې نندارتون کې يو برخه وال محصل ذاکر الله وايي: ددغه شان نندارتونونو جوړول ځوانان دکتاب لوستلو فرهنګ ته هڅوي.
دحبيبې ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکى احمد جاويد چې دغه نندارتون يې کاته، وويل چې دولت او انجوګانې ،موسسې او هغه نورمرکزونه چې دغه شان نندارتونونه جوړوي بايد دکتاپ په پيرودنه کې زده کوونکو او محصلانو ته ځانګړې تخفيف ورکړي ترڅو دښوونځيو هغه زده کوونکي او دپوهنتونونو محصلان چې اقتصادي کمزورتيا لري وکولى شي کتاب وپيري.
ددغه نندارتون مسوول غلام سرور سعادت وايي: زه ديو خپرونکى په توګه کله چې ځوانان يې وليدل، ډله ډله د کتابتون نندارتون کاته او دخپلې اړتيا وړ کتابونه يې پيرودل، يو حيرانونکى احساس پيدا شو او ومې پتيله چې دهيواد په پوهنتونونو ،ښارونو او ولايتونو کې دغه شان نندارتونونه جوړکړم او کتابونه په ډير ټيته بيه دخلکو په واک کې ورکړم. دغه نندارتون دتلې دمياشتې تر دريمې نيټې پورې دمينه والو پرمخ پرانستې دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته