کابل / د غويي ٣ مه / باختر
په ننګرهار کې اته ملکي وګړي د ماين په چاودنه کې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه ماين د خوږيانيو ولسوالى په کږې په بازار کې ښخ کړى شوې و او تېره شپه وچاودېد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې ٨ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
هغه وويل دسيمې اوسيدونکي د اړتيا وړ توکو دپيرودنې لپاره بازار ته راغلې و چې ماين وچاوديد .
په ننګرهار کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د ورځې له خوا ګرځبنديز اعلان شوى دى او خلک يوازې د شپې له خوا کولاى شي د اړتيا وړ توکو د پېرودنې لپاره بازارونو ته لاړ شي.
د ننګرهار روغتون ډاکټرانو د دغې چاودنې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى، خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان يې عاملين بولي.
ختم – ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل