کابل باختر د تلي پنځمه :
په هلمند ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوولس تنه ټپيان شول .
د هلمند ولايت د ترافيکو دمديريت يوه مقام د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه د قندهار _ لشکرګاه د لوى لارې د ګرشک ولسوالۍ په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو تونس موټر له يوه سراچه موټر سره ټکر وکړ او له امله يې اوولس تنه ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د پيښې په ټپيانوکې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره د لښکرګاه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: د روغتون روغتيايي مسوولين د پيښې د ټپيانوحالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ