تهران باختر دکب دويمه
داروپا اتحاديې اروپايي هيوادونوته د تيلو دوړاندې کولو دبندولو لپاره دايران ګواښ ارزښتناک وباله اووي ويل چې ددغه اتحاديې غړي کولي شي دايران دتيلو دوړاندې کولو بنديز سره يو موټي شي .
داروپا داتحاديې دبهرني سياست دمسوول ويندوى سبا ستين پرون وويل داروپا اتحاديه داومو تيلو دوړاندې کولو له احتمالي بنديز سره دمقابلې لپاره داومو تيلو او دنفتي محصولاتو ښي زيرمي لري .
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير الن ژوپه هم ايټاليا پايتخت روم ته تللي دي او ويلي يې دي چې دنورو دلمسولو لپاره دايران اقدام ډير خيالي تصور ده .
الن ژوپه په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل له شک پرته ايران دنورو دراپارولو لپاره ډير خيالي عمل کوي .
دا ايران دي چې تصميم نيسي او دخپلو تيلو وړاندې کول بندوي بلکې موږ يوچې تصميم ونيوه چې خپل سپارښتونه پاى ته ورسوو .