اقتصاد

د مخابراتو وزارت سرپرست: د خلکو د يوې افغانۍ په وړاندې مسوولانه چلند کوو

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست محمد فهيم هاشمي پرون د مشرانو جرکې په غونډه کې وويل: د خلکو د يوې افغانۍ په وړاندې مسوولانه چلند کوو.
هاشمي چې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو په کمېسيون کې خبرې کولې؛ په سلوکې د لسو افغانيو محصول د راټولو په برخه کې د کمېسيون غړيو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې د خلکو د هرې يوې افغانۍ په وړاندې مسوولانه چلند کوي.
باختر آژانس ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وياند دفتر د معلوماتو له مخې: هاشمي دغه راز څرګنده کړه چې دغه وزارت هڅه کوي چې شفاف بهيرته د رسېدو او د مخابراتي محصول د راټولولو په برخه کې آن يوه ورځ هم ضايع نکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست زياته کړه چې د دغه وزارت تخنيکي ډلې د اساسي او دقيقې لارې د څارنې په لټه کې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو        له پيل څخه تر اوسه پورې څه دپاسه ١٦ميليارده افغانۍ راټولې او د دولت حساب ته لېږل شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست دغه راز زياته کړه چې د مخابراتي خدمتونو په سلوکې لس د راټولولو نظام تر راتلوونکو څلورو مياشتو پورې بشپړيږي.
پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته