ټولنه

د روان کال په بهير، په بغلان ولايت کې د ملي پيوستون درې نوي پروژې تطبيق شوې دي

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٤:
د روان کال په بهيرکې په بغلان ولايت کې د ملي پيوستون درې نوي پروژې تطبيق شوې دي.
د بغلان ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجينرعبدالرب حکيمي له باختر آژانس سره په مرکه  کې په روان کال کې د ملي پيوستون  دکار د پنځو پروګرامونو په چوکاټ، ټولې پروژې ٣٨٠ پروژې وبلل او څرګنده يې کړه چې له دې جملې څخه ٣١٧ پروژې يې د ملي پيوستون په پروګرام پورې مربوط دي او ٦١ نورې يې د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د څه دپاسه شپږ اويا مليونو افغانيوپه لګښت، په بغلان ولايت کې تطبيق شوې دي او ديارلس زره يوسلونهه نوي کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.
ده زياته کړه: درې ويشت پروژې د سيمه ييز پرمختيا دملي پروګرام په چوکاټ کې، دوه پروژې د کليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام او اووه پروژې د بيړنيو حالاتو په چوکاټ کې تطبيق شوې دي چې يوسلو يو ديرش زره دوسوه نهه نوي کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته