-کابل /دتلې ٥مه / باختر:
په جوزجان کې ديني عالمانو خلک دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دګډون لپاره وهڅول .
دغو عالمانو پرون دجوزجان په مرکز شبرغان ښار کې ديوې غوڼډې په جوړولو سره دانتخاباتو اودهېواد دمشر د انتخابولو اړتيا ته په اشارې سره له هېوادوالو څخه وغوښتل چې په دغو انتخاباتو کې په ګډون سره دولسواکۍ اودوګړنيو استنو دپياوړتيا او دهېواد دپرمختګ په لاره کې ګام واخلي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې برخه والو عالمانو وويل چې له زياتې مودې راپديخوا يې دجوماتونواو منبرونو له لارې خلک دانتخاباتو په ګډون په سترو ملي بهيرونو کې دبرخې اخستنې لپاره خلک هڅولي دي
هغوى په انتخاباتو کې ګډون اسلامي کړنې وبللې .
ختم_ عطاالله _اکرم