نړۍ

په لبنان کې دالقاعده شبکې قوماندان مړ شو.

بيروت- ډى ډان  – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په لبنان کې دالقاعده شبکې يو مشر چې په منځني   ختيځ کې په بريدونو کې يې لاس درلود مخکې له دې چې په سوريه کې په روانو بدلونونو  او په کورنۍ جګړې تمرکز وکړي  ونيول شو او دلبنان په يوه جيل کې  مړ شو .
باختر آژانس دپاکستان د ډى ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
مجيدالماجد پرون له هغه  وروسته مړ شو چې بډوډي يې له کاره ولويدل .
الماجدتيره مياشت په لبنان کې  ونيول شو او په يوه نامعلوم ځاى کې ساتل کيده .
دى دسعودي عربستان تبعه و او پنځه اتيا کاله عمر يې درلود او دعبدالله عظام
د ډلې ديوې قطعې قوماندان او دسعودي عربستان ترڅارنې لاندې و .
دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزرات دغه ډله دبهرنيو تروريستي ډلو په لست کې نيولې ده  .
دايرنا دخبري سايټ په ليکنه الماجد دمحمداحمد الماجد په نامه په يوه جعلي پاسپورټ  سره لبنان ته رسيدلى و.
خبرځاى زياته کړه  چې الماجد له سعودي عربستان   څخه له وتلو  وروسته   په لسګونوکلونه  په افغانستان ، عراق ،سوريه ،  لبنان او مصر کې په جنايت او ترور لاس پورې کړى دى او دالقاعده په جوړولو کې يې محوري رول  لوبولى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته