
کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر
ملي دفاع وزارت نن د سمنګانو په خُلم ولسوالۍ کې د برېښنا له لین سره د ټکر له کبله د یوې (MD-530) ډوله الوتکې د سقوط خبر تائید کړ.
دغه وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هېواد د هوايي ځواکونو یوه (MD-530) ډوله الوتکه د ګزمې په موخه د مزارشریف له هوايي ډګرڅخه د سمنګان پرلور د حرکت په حال کې د ياد ولايت د خُلم ولسوالۍ اړوند سيغان سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله د برېښنا له لوړ ولتاژ لين سره د ټکر په پايله کې لوېدلې، چې په کې د یادې الوتکې دوه تنه پيلوټان مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت د پېښې د څېړلو ترڅنګ، د دغې حادثې شهیدانو ته د فردوس جنت او د هغوی کورنیو ته د الله ج له دربار څخه د صبر جمیل هيله کوي.
افغانمل