امنیت

په ننګرهار کې نشه يي توکي کشف شول

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د ننګرهار امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړ.
دغه نشه يي توکي تېره شپه له شينوارو ولسوالۍ او جلال آباد ښار څخه هغه وخت ترلاسه شول چې ټاکل شوې وه نامعلوم ځاى ته قاچاق شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې د یادو نشه يي توکو په تړاو يو تن نيول شوى دى.
هغه وويل چې په دغو نشه يي توکو کې ١١ کيلوګرامه اپين او هيرويين شامل دي.
د يو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې ١٧ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول.
پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو او د غيرقانوني وسلو د لېږدولو تور لګول شوى دى.
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته