سیاست

فضل الهادي مسلميار دکابل ښار دصنعتي پارکونو دمسوولينو شکايت واوريد

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن په يوې ځمکې د دوه ګونو قبالو په باب دکابل ښار دصنعتي پارکونو ديوشميرمسوولينو شکايت واوريد.
دوى وويل، په داسې حال کې چې دصنعتي پارکونو په ساحه کې شرعي قباله په لاس کې لري  او هلته يې فابريکې  جوړې کړي دي او پانګه يې اچولې ده   خو نورو اشخاصو ادعا کړې ده   چې  په ځينودغو ساحو کې پخوا دحکومت له خوا هغوى ته هم قبالې ورکړي شوي دي  چې قضيه په عدلي اوقضايي  ارګانونو کې  تردوران لاندې ده  او که چېرې محکمه دموضوع په باب دمقابل لوري  په ګته  پريکړه وکړي  ، دوى به زيات زيانمن شي  چې  طبيعي ده  چې مسووليت به يې دهغو مراجعو په غاړه وي  چې يوې ځمکې ته يې دوه قبالې صادرې کړي دي  او دمشرانو جرګې له مقام څخه يې په دې اړوند دڅيړنې غوښتنه وکړه.
دسنامجلس رييس په هيواد کې دپانګوني دارزښت او اړتيا په باب خبرې  وکړې او ويې ويل  دولت مکلف دى چې کورنيو اوبهرنيو متشبثينو ته دپانګونې ښيې زمينې برابرې کړي  ؛چې پانګي اچوونکي اوصنعتکاران وکولاي شي دسالمې سيالۍ له لارې کورني  توليدات زيات کړي او دغير ضروري بهرنيو  مالونو د واردولو مخه ونيول شي .
مسلمياردمشرانو جرګې دتقنين ، عدلي اوقضايي چارو کميسيون ته د موضوع دسپارلو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دغه  کميسيون دې  دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دکميسيون غونډې ته وغواړي او له  نافذو قوانينو سره سم دې  ددغې موضوع په حل کولو اقدام وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته