امنیت

د طالبانو د جګړې قوماندان په بغلان کې ووژل شو

-کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د ډار اچوونکو طالبانو کليدي او مهم سړى چې په بغلان ولايت کې د جګړې مشري په غاړه لرله؛ ووژل شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر راکړ:
يوې ډلې ډار اچوونکو طالبانو پرون سهار د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نيازالله، شهرکهنه، افغان غونډۍ د کليو د پوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل چې دغه بريدونه د ډار اچوونکو طالب په ماتې سره پاى ته ورسيدل.
د دغو بريدونو له امله د سلام ازبک د ډار اچوونکو يوه کليدي قوماندان له پنځلسو تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شو او ٢٥ تنه نور ټپيان شول.
سلام ازبک په بغلان ولايت کې د ډار اچوونکو طالبانو مهم او مشهور قوماندان و او په دغه ولايت کې يې د دغې ډلې د غونډو مشري هم په غاړه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته