سیاست

جمهور رئیس غني د کابل د عیدګاه جومات د ترميم او بیارغاونې چارې له نږدې وکتلې

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کابل عیدګاه جومات ته ورغی او د دغه جومات د ترميم او بیارغاونې چارې یې له نږدې وکتلې. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس ته دوه تنو انجینرانو د جومات د بېلابېلو برخو د بیارغاونې او مرمت په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، دوی هڅه کوي په ډېر فني او مسلکي توګه چې د جومات تاریخي اصالت ورسره را ژوندی شي خپل کارونه پر مخ یوسي.
ورپسې جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د عیدګاه جومات د بیارغاونې او ترميم چارو پيلېدل د تاریخي اثارو په ځانګړي ډول د تاریخي جوماتونو د بیارغاونې او ساتنې په لور یو مهم ګام وباله ويې ویل، تېر انفجار کې دغه تاریخي جومات ته زیاته صدمه رسېدلې وه، له تاریخي اثارو سره تل سطحي چلند شوی دی او ډاډ یې ورکړ چې تاریخي او نویو جوماتونو ته به پاملرنه زیاته شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په افغاني سبک د عالي ټیپیک جوماتونو نقشې دې چمتو شي چې له مخې یې جوماتونه جوړ شي او ټینګار یې وکړ چې د جوماتونو په جوړولو کې باید کورني توکي ولګول شي او داسې معماري په میراث پاتې شي چې راتلونکي نسلونو ته خوښي ور وبښي او هم د خدای (ج) د رضایت سبب شي.
هغه د هرات، قندهار، پل خشتي جوماتونو بیارغاونې ته په اشارې وویل، د تاریخي جوماتونو بیارغاول اوږد کار، زیات دقت او غور غواړي او زیاته یې کړه چې د دې ټولو جوماتونو په بیارغاونه کې باید تیموري ـ غوري سبک وساتل شي.پاىعطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته