امنیت

يو تن له پنځه څلويښتوکيلوګرامو اپينو سره ونيول شو

کابل – باختر دغبرګولې دمياشتې ٦
يو تن د پنځه څلويښت کيلوګرامو اپينو د قاچاقو په وخت کې په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دغه سړي چې غوښتل دغه نشه يي توکي له لغمان ولايت څخه د ننګرهار ولايت د سره رود او د خوږياڼيو ولسوالۍ ته قاچاق کړي؛ د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د چهار باغ صفا له سيمې څخه ونيول شو .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال عبدالرووف ارزګاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى دغه اپين په ماهرانه ډول د زرنج په يو باوروړونکى موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى و.
نيول شوى سړى په ابتدايي تحقياتوکې د نشه يي توکو د لسګونو مواردو په ترسره کولو اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته