امنیت

په پکتيا کې يو سيمه ئيز مشر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
په پکتيا ولايت کې يو سيمه ئيز مشر دناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
کپتان ملک تيره شپه ناوخته دسيدکرم ولسوالۍ دکوسين په سيمه کې په خپل کور کې د موټرسايکل سپارو  وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو .
  دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوال نياز محمد خليل دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو کسانو دغه سيمه ئيز مشر له کور څخه يې ايستلۍ او په ډزو سره يې وواژه .
تراوسه پورې د يرغلګرو هويت نه دى روښانه شوى  خو پخوا وسله وال طالبان په هيواد کې دسيمه ئيزو مشرانو دترور عامل پيژندل شوي دي .
  دسيدکرم ولسوال وايي چې ددغې پيښې  دعاملينو دنيونې او پيژندلو لپاره پلټنې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته