سیاستخبرونهTOP

ملګري ملتونه د بشري مرستو پر دوام سربېره په انګشافي برخو کې د مرستو برابرولو ته لا زیاته پاملرنه کوي

کابل، د تلې ۲۴ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مېرمن روزا اوتنبایوا ته د نوي ماموریت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ملګرو ملتونو له ډېرو کلونو راهیسې له افغانستان سره د پوهنې او روغتیا په ګډون مختلفو برخو کې مرسته کړې او اسلامي امارت بین المللي سازمانونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره همکار دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوی د امنیت تامین لپاره د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام سربېره په انګشافي برخو کې د مرستو برابرولو ته لا زیاته پاملرنه کوو او د دغه سازمان د کورنۍ غړي په توګه ملګري ملتونه افغانستان له یاده نه وباسي.
نوموړې وویل، چې نشه یي توکي د افغانستان او نړۍ لپاره لویه ستونزه ده او باید د مخنیوي لپاره یې اقدامات وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل: موږ هم د نشه یي توکو له منفي اغېزو اندېښنه لرو او په تېرو دوو لسیزو کې په اټکلي ډول پنځه میلیونه افغانان په نشه یي توکو روږدي شوي چې د هغوی شاوخوا یو میلیون ښځې او ماشومان جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په تېر یو کال کې له پلونو لاندې، پارکونو او سړکونو څخه ډېری په نشه یي توکو روږدي ټول او درمل کړي او په دې برخه کې یې د بدیل معیشت لپاره د ملګرو ملتونو سازمان څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه: موږ غواړو افغانستان له نشه یي توکو څخه پاک وي او په همدې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمان صادر شوی او اوس په افغانستان کې د نشه یي توکو کر او قاچاق منع شوی او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده کړو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اندېښنې ته په پام وویل، زموږ پالیسي «زده کړه د ټولو لپاره» ده او د تخنیکي مسایلو تر حل وروسته به په دې برخه کې اقدام وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا