ټولنه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې کابو ٤٠٠ زره تنه بې ځايه شوي دي

٢٨-نيويارک  باختر د لړم  يوولسمه :
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په بېلابېلو سيموکې دنښتو له امله سږ کال  کابو ٤٠٠ زره تنه بې ځايه شوي دي  .
د ملګروملتو د سازمان دغه رپوټ پرون خپور شو .
دغه سازمان د سږکال په پيل کې اټکل کړى و چې په افغانستان کې د جګړو له امله ښايي٢٥٠ زره تنه په دغه هېوادکې بې ځايه  شي، خو د ملګرو ملتو د سازمان په پرونى رپوټ کې دغه شمېر ٤٠٠ زره تنه بلل شوى دى.
ملګري ملتونه وايي: يو زيات شمېر خلک د کندز او بغلان په ګډون بېځايه شوي دي او په جنوب کې او د هلمند او روزګان ولايتونو يادونه شوې ده چې خلک د جګړو له امله نورو سيمو ته تښتيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته