خبرونهټولنهښوونه او روزنه

ملګري ملتونه په نورستان کې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې برخو کې له ولایتي ادارې سره په ګډه د خلکو ستونزې حلوي

کابل، د زمري ۱۸ مه، باختر

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د دفتر رئیس د UNHCR  د دفتر، د یونیسف د دفتر او د یو شمېر نورو مرستندویو موسسو له مسوولینو سره په نورستان کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د دفتر رئیس د ملګرو ملتو د مهاجرینو په چارو کې ادارې د مرکزي دفتر رئیس او د یونیسف او د یوشمېر نورو موسسو مسوولینو او استازو ګډون کړی و.

د نورستان یو سیمه ییزمسوول وویل، چې په دې غونډه کې دوی د کرنې او مالداری، عامې روغتیا، ښوونې او روزنې، بیا رغونې او د نورستان خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې چې د دغو موسسو مسوولینو ژمنه وکړه چې د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره به په لومړي ګام کې د ضروري کارونو په ترسره کولو اقدام وکړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا