خبرونهامنیتټولنه

منصوري قول اردو د کابل – ګردېز د لويې لارې ويجاړې شوې برخې او پلګوټي ورغول

کابل، دزمري٢٦ مه، باختر

منصوري قول اردو د کابل – ګرديز پر لويې لارې د سړک ویجاړې شوې برخې او پلګوټي ورغول.

په هېواد کې وروستیو اورښتونو او سېلاوونو د دغې لوېې لارې درې سيمې زيانمنې کړې وې او سلګونه پلګوټي یې هم ویجاړ کړي و.

د هېواد په جنوب ختيځ کې د منصوري قول اردو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دوى له خپلو امکاناتو څخه په  استفادې سره  د کابل –  ګردېز د لويې لارې د ويجاړو شويو پلګوټو او سړک د بيارغاوني چارې ترسره کړې.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا