امنیت

١١ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ووژل شول .

کابل باختر دثور ٢٨ مه :
١١ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې دپوځيانو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دمانوګۍ  ولسوال په ځينو برخو کې دپوځيانو له خواوسله وال او توپچي  بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه بريد کې  دداعش  دغړو دوه مرکزونه  له ټولو جنګي وسايلو سره يې له  خاورو سره خاورې شول . 
ده  په دغه بريد کې ديوولسو تنو داعشيانو وژل کيدل تاييد کړل چې  په ماڼوګۍ  ولسوالۍ کې پوځيانو ترسره کړى دى چې په دغې ولسوالۍکې ملکي وګړي  د ډار اچوونکو له  شر څخه دتل لپاره وژغوري .
  ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته