سیاست

دانتخاباتو په کميسيون کې يواځې ديوې ځواکمنې اوپياوړې ادارې په جوړولو سره کولاى شو اوسنيو چلنجونو ته ځواب ووايو .

کابل باختر د لړم اته ويشتمه :
په راروان هجري لمريز کال کې دانتخاباتو ترسره کول يو ملي پروګرام او په هېواد کې دروان  بحران دحل کولو لپاره يو بل ګام دى  او  داکار هغه وخت شونى دى چې  دانتخاباتو کميسيون يوه ځواکمنه  اداره او مديريت ولري .
دباختراژانس مفسر ليکي ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ديو فرمان په صادرولو سره نجيب الله احمدزي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له رياست څخه ګوښه کړ.
دښاغلي  احمدزي دګوښه کولو په باب تصميم پخوا ددغه  کميسيون دغړو له خوا نيول شوى و او داښيي چې جمهوري رياست دانتخاباتو له کميسيون سره په همغږي او سلامشوره کې دنجيب الله احمدزي دګوښه کيدو فرمان صادرکړى دى .
  دنجيب الله احمدزي له ګوښه کيدو مخکې دانتخاباتو دکميسيون ددارالانشا
رييس امام محمد وريماچ دکاري کمزورتيا په دليل له خپلې دندې څخه ګوښه کړى شو خو هغه لاتراوسه پورې هم له خپل پخواني دريځ  څخه خبرې کوي.
دانتخاباتو په کميسيون کې کادري بدلونونه دنظام دانتقادکوونکو له خوا په بيلابيلو  ډولونوتعبير شول ځينو کسانو داکار کودتا وبلله ، ځينوهم يو اصلاح غوښتونکى حرکت وباله .
په دغه کميسيون  کې دکاري ستونزو تر څنګ دکميسيون دغړو ترمنځ دنظريو توپيرونه او ځينې نورې ستونزې هم شتون لري .
دتخنيکي او لوژستيکي  وسايلو دپيرودنې په مقصد دقرارداد دلاسليک څرنګوالي دانتخاباتو دکميسيون دغړو ترمنځ دنظر داختلاف يوه برخه ده .
دانتخاباتو په کميسيون کې دوروستيو دوه دريو مياشتو انکشافات  ښيي چې دغه کميسيون له جدي ستونزو سره مخامخ دى او طبيعي ده چې دحکومت مشرتوب نه شي کولاى دانتخاباتو په کميسيون کې ددغه شان ناخوالو په وړاندې  بې توپيره وي .
دانتخاباتو دکميسيون  دغړو او رييس دانتخابيدو له وخت څخه تر اوسه پورې دکميسيون دلارې پرسر زياتې  دندې او پروګرامونه پراته وو چې بايد ترسره شوي واى خو دکميسيون دمشرتابه کمزورو کړنو او مديريت زياتره فرصتونه له دغه
کميسيون څخه واخستل .
دکميسيون يوشمير غړي  په خپل کار کې دبهرنيو لاسوهنو خبرې کوي خو مدني فعالان وايي چې دغه دلايل  دپلمو له   لټولو پرته بل څه تعبير کيداي نه شي .
دزياتو تقنيني   سندونو په شتون کې  چې په کميسيون کې شته ولې کميسيون خپل مستقل  کارته دوام ورنه کړ او ولې يې دچارو په ښه والي او دهغو په اصلاح  اقدام ونه کړ؟
خو يوه خبره ديادونې وړ ده چې له تيرو وختونو څخه تراوسه پورې دغه کميسيون دمديريت اوکړنو له کمزورتيا  سره مخامخ  دى او د هغه مشرتوب په دې نه دى بريالى شوي چې چلنجونو ته ځواب ووايي .
دانتخاباتو کميسيون دراروان کال دچنګاښ په مياشت کې له خلکو سره دپارلماني انتخاباتو دترسره کولوژمنه کړې ده اوداکاريې خلکوته يقيني کړى دى
  دغه راز دپارلماني انتخاباتو ترسره کول يوله هغو مواردو  څخه دي چې دملي وحدت دحکومت جوړيدو سبب شوى دى او دافغانستان له خلکو سره دمرستو ددوام لپاره دنړيوالې ټولنې يوشرط  دى .
نو دلته دکميسيون دندې اومکلفيتونه څرګند اوروښانه دي له دې څخه سرغړونه دمنلو وړ نه ده . دکميسيون غړي دې بايد خپلې  کاري تشې او نيمګړتياوې ډک  کړي او ديوه ځواکمن  مدير په انتخابولو سره دې دشتو چلنجونو دلرې کولو په لټه کې   وي او خپله هغه ژمنه چې درڼو پراخ بسټواو دافغانستان شموله انتخاباتو ترسره کول  دي ، عملي کړي .
ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته