(PS)خبرونه(PS)فرهنګ

مهاجر فراهي: هره اداره مسوولیت لري چې خپلې ټولې کړنې له رسنیو سره شریکې او له خبریالانو سره همکاري وکړي

کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي هرات کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د اورېدو په موخه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د خبریالانو د کارتونو د وېش، د خبریالانو او رسنیو پر ستونزو، د رسنیو د اړتیاوو او رسنیو پورې اړوندو مواردو باندې بحث او خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي یاد کنفرانس کې وویل، چې په پلازمېنه کې خبریالانو ته د کارتونو د وېش لرۍ پیل شوې او په ولایتونو کې به هم ژر پیل شي.

فراهي زیاته کړه، د خبریالانو کارتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سایت سره به وصل او د خبریالانو لپاره به ځانګړې آسانتیاوې لري.

نوموړي وویل، چې هېڅ اداره له استثنايي مواردو پرته د خبریلانو په کارونو کې د مداخلې حق نه لري.

فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې وویل، چې هره اداره مسوولیت لري چې د خپلې ټولې کړنې رسنیو سره شریکې او له خبریالانو سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې په اړه هم خبرې اترې وشوې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا