امنیت

په سمنګانوکې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
په سمنګانو ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٧ تنه ټپيان شول.
د سمنګانو ولايت د ترافيکو د مديريت د پيښو د څارنې آمر څارمن عبدالرزاق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د حضرت سلطان ولسوالۍ په سورقول سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه کورولا موټر له يوه هايلکس موټر سره ټکر وکړ او له امله يې  د دواړو موټرو ٧ تنه سپرلۍ ټپيانې شوې.
د ترافيکي پيښو د څيړنې آمر د پيښې علت د چلوونکو ګړندي تګ او بې احتياطي وبلله.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د سمنګانو ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو د څرګندونو له مخې د څلور تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته