سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست د روسيې فدراسيون له هيئت سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست حکمت خليل کرزي پرون له غرمې وروسته د روسيې فدراسيون د بهرنيو جارو په وزارت کې د منځنۍ آسيا د هېوادوالو د برخې د رييس اليکسي سترنيک سره وکتل.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په دې کتنه حکمت خليل کرزي په تيرو ١٥ کلونوکې د روسيې فدراسيون د همکاريو په تېره بيا افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو د برابرولو او له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د پوځي همکاريو له امله مننه وکړه.
وروسته دواړو لورو د مرکزي آسيا او د جنوبي آسيا په هېوادونوکې دعمومي او امنيتي حالاتو ، د دغو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي همکاريو د حالت، د نشه يي توکو له کرکيلې او قاچاقو، بنسټپالنې او سيمې په کچه د تروريزم پرخلاف د مبارزې او په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ، اقتصاد ، روغتيا، کرکيلې او د بياجوړولو په برخوکې د دغه هېواد د اوږدمهالو همکاريو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته