امنیت

مهمات ترلاسه شول

پوليسو دبغلان ولايت دنهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل .

دنهرين ولسوالۍ مولانا فضل الرحمن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په ترلاسه شويو مهماتو کې دداشکې پنځه بکسي ګولۍ ، دهاوان لس ماينونه  او دآر پي  جي _  ٧   توغندي څلور ماينونه شته چې دنهرين ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو له  خوا ددغې ولسوالۍ  دالماتو دکلي  په يوه ډيپو کې ترلاسه شول .

يوه اړونده خبرځاى  وويل ترلاسه شوي مهمات په غيرمسوولو وسله والو کسانو پوري اړه لري اودپيښې په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته