کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
په ننګرهار ولايت کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه ډير ژر د کليو د اوسيدونکو لپاره يو مجهز ښوونځى جوړيږي.
دغه ښوونځى څو ودانۍ او په لسګونه درسي ټولګي به ولري.
ټاکل شوې ده دغه ښوونځی تر يوې بلې مياشتې پورې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې جوړ شي، هغه ځاى چې ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته د رسيدو لپاره څو کيلو متره لاره وهي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه ښوونځی د لسګونو ټولګيو په لرلو سربېره، کتابتون، لابراتوار، او ورزشي څانګې به هم ولري.
ټاکل شوې ده دغه ښوونځی د هېواد د اقتصاد وزارت له خوا جوړ شي.
ختم_ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل