اقتصاد

دبغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې ديوه سړک جوړول او کريړ اچول .

کابل باختر د ليندي دولسمه :
په بغلان ولايت کې د يوه سړک له جوړيدو وروسته کريړ واچول شول .
دنږدې پنځوکيلومترو په اوږدوالي دغه سړک  په لسګونوکلي په پلخمري ښار کې عمومي واټ او بازار سره نښلوي .
ددغه سړک په تلګوري کې څو پلګوټي  هم جوړشوي دي چې سړک له احتمالي زيانونو خوندي  وساتي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيار ييس انجنير عبدالرب حکيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړک په جوړيدو  کريړ اچولو سره ديوزرو اته سوه کورنيو دتګ راتګ ستونزې لرې شوې .
  درارسيدلو خبرونو له مخې، دغو کورنيو له لوړو اوژورو څخه ډک داوو کيلومترو په اوږدوالي دواټن په وهلو سره اصلي واټ او دپلخمري ښار بازار ته تګ راتګ کاوه په داسې حال کې چې داکار اوس په ډير لنډ ممکن وخت  او هغوى ته په اسانتياو سره امکان پيداکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته