(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

مولوي احمدالله وثيق، د بدني روزنې او ورزش د لوی رئيس په توګه دنده پيل کړه

کابل، د زمري ۲۶مه، باختر

مولوي احمدالله وثيق نن د يوې غونډې په ترڅ کې، د بدني روزنې او ورزش د لوی رئيس په توګه د دغې ادارې کارکوونکو ته معرفي شو او خپله دنده یې پيل کړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اسلامي امارت په ساختار کې ادلون بدلون یوه عادي موضوع وبلله او ویې ویل، څوک چې د اسلامي نظام په ساختار کې ټاکل کېږي؛ آزمویل شوي، باوري او داسې کسان دي چې منصب او مسئولیت د یوه امانت په سترګو ګوري، نه د امتیاز په سترګو.

هغه د بدني روزنې او ورزش د پخواني لوی رئيس مولوي عبدالودود حقاني کړنې وستایلې او د دغې ادارې نوي رئیس مولوي احمدالله وثيق ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د بدني روزنې او ورزش پخواني لوی رئيس مولوي عبدالودود حقاني په خپلو خبرو کې، مولوي احمدالله وثیق په اسلامي امارت کې یوه پېژندل شوې او با استعداده څېره وبلله او څرګنده یې کړه چې د بدني روزنې او ورزش په لوی ریاست کې مسلکي کادرونه شته او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، دغه اداره ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري.

په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، وویل چې مولوي احمدالله وثیق د اسلامي امارت په فرهنګي او نظامي برخو کې ډېر خدمتونه کړي او ښې کارنامې لري.

مولوي عزیزي، دغه راز د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست پر ارزښت خبرې وکړې او دغه اداره یې د ملي وحدت د تمثیل مرکز او سنګر وباله.

د غونډې په پای کې، د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، تغیر او تبدیل  په اداره کې یو اصل وباله او ویې ویل چې دغه تغیرات د اسلامي امارت د مشرانو د لزوم دید له مخې ترسره کېږي.

هغه، د اسلامي امارت د مشرانو د باور مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مسلکي کسانو او کادرونو په همکارۍ به د دې ادارې د لا تقویت او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

مولوي وثیق، د یادې ادارې د پخواني رئیس د کړنو د ستایلو ترڅنګ، څرګنده کړه چې هېچا ته به د فدراسینونو په چارو کې د مداخلې اجاړه ور نکړي او د ملاتړ لپاره به یې هلې ځلې وکړي.

د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس، د دغه ریاست له ولایتي مسئولینو څخه وغوښتل چې خپلو مسئولیتونو ته لا زیاته توجه وکړي او همدا رنګه یې د اولمپيک پر نړیوالې کمېټې او نورو ورزشي بنسټونو غږ وکړ چې د افغانستان له اولمپیک کمېټې سره دې مرسته او همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې مولوي احمدالله وثیق تر دې وړاندې د ملي راډیو ټلویزیون رئيس و چې په دغو وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا عالي مقام د لزوم‌دید او حکم له مخې؛ د بدني روزنې او ورزش د لوی رئيس په توګه وټاکل شو. هغه په جهادي دوره کې، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اسلامي امارت په فرهنګي کمېسیون او ملي راډيو ټلويزيون کې ځلانده کارنامې لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا